جلالاباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري په څارويو کې د کانګو ناروغۍ د مخنيوي په موخه کمپاين پيل شو.
مسوولین وايي، که څه هم له مخکې د څارويو اندازه نه ده مشخصه شوې خو په لومړي سر کې به د مرکز جلالاباد ښار څاروي دواپاشي او په راتلونکي کې به د ولسواليو په کچه هم دغه کمپاين پيل شي.
ننګرهار کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي محمدولي محسن وايي چې د کرنې وزارت د انکشافي بودجې له مخې يې په دغه ولايت کې په څارويو کې د کانګو ناروغۍ د مخنيوي کمپاين پيل کړ.
هغه زیاته کړه، دغه کمپاین اوس په جلالاباد ښار کې پيل شو چې په نږدې وختونو کې به ولسواليو کې هم دغه کمپاين پيل شي او ټول څاروي به د کانګو ناروغۍ د مخنيوي په موخه دواپاشي شي.
دی وايي، د وترنري سیمهییزو کلینیکونو مسوولینو ته د درمل پاشلو پمپونه، ماسکونه، د لاس مینځلو مایعات، عینکې او نور اړین وسایل ورکړل شوي چې د مالدارانو د څارویو لپاره درمل شیندنه وکړي او د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
مولوي محسن د وترنري ډاکترانو او مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې له ولس سره ښه رویه، انصاف او له خپل مسلک سره ژمنتیا څرګنده کړي.
نوموړي وویل، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا لپاره به دوامدارې هڅې کېږي چې د هېواد مالداران پر ځان بسیا شي.
کانګو وینه بهوونکې ساري، ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې د یوې حشرې (کنې) په واسطه له څارويو انسانانو ته انتقالېږي.
کانګو په پسونو، غواګانو، اوزو او نورو څارويو کې د خفیفې تبې په شکل موجوده وي چې انسانانو ته د مستقیم تماس له لارې له سرایت وروسته په بارز شکل څرګندیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP