کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۳۰۴): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول راستنو شوو کورنیو ته یې ۴۸ ښارګوتي جوړ کړي او دغه راز یې په نهو ولایتونو کې راستنو شوو بېوزله کورنیو ته ۲۸ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند کمال افغان نن پژواک خبري اژانس ته وویل، له پاکستان، ایران او نورو هېوادو څخه په جبري ډول راستنو شوو کډوالو کورنیو لپاره اسلاميامارت یو کمېسیون جوړ کړی چې ۱۲ کمېټې لري.
هغه زیاته کړه، د یادو کمېټو له جملې یوه د دایمي اوسېدو کمېټه ده چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت پر غاړه لري او دندې یې په ۳۴ ولایتونو کې د اجباري راستنو شوو کډوالو کورنیو لپاره د ځمکې تشخیصول، د هغه سروې او د ښارګوټو جوړول دي او دغه بېسرپنا او بېوزله کډوالو ته د ځمکو نمرې وېشي.
نوموړی وایي، کمېسیون بېوزله کډوال تثبیتوي او بیا یې نوملړ د دایمي اوسېدو کمېټې ته استوي او دوی بیا په اړوند ولایتونو کې یوه نمره ځمکه ورکوي.
د هغه په خبره، د ښار جوړولو وزارت تر اوسه پورې په ۳۰ ولایتونو کې ۴۸ ښار کوټي جوړ کړي او پر دې سربېره یې تازه په نهو ولایتونو کې ۲۸ زره ۱۱۶ جریبه ځمکه تشخیص کړې ده.
افغان وایي، په اکثرو ولایتونو کې یې سروې بشپړه شوې او د ځنیو پر سروې کار روان دی چې له هغه وروسته به ورته تفصیلي پلانونه جوړ او د وېش لپاره چمتو شي.
هغه وویل چې د دغو ځمکو د انتقال لپاره مخکې له مخکې د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندیز شوی چې یاده ځمکه له کرنې وزارت څخه د کور او ښار جوړولو وزارت ته انتقال شي.
دغه راز، د کور او ښار جوړولو وزارت هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت د سرپرست شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ بېوزله کډوالو ته د نمرو د وېش کمېټې، د خپلو ولایتي کمېټو په تازه هڅو په نهو ولایتونو کې ۲۸ زره او ۱۱۶ جریبه ځمکه تشخیص کړې ده.
سرچینې ویلي، یاده ځمکه یې په کابل، غزني، اروزګان، فراه، کندهار، جوزجان، سمنګان، پنجشېر او بامیان ولایتونو کې د بېوزله کډوالو لپاره ځانګړې کړې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، په غزني، اروزګان، کندهار، شبرغان، سمنګان، پنجشېر او بامیان ولایتونو کې د ځانګړو شوو ځمکو د توپوګرافي سروې هم بشپړه شوې خو په پاتې نورو ولایتونو کې به ډېر ژر پیل او بشپړه شي.
سرچینې د یادې کمېټې د منشي انجنیر محمدفهیم ذکریا له قوله لیکلي، په هر ولایت کې اړونده ولایتي کمېټه کار کوي چې د استوګنیزو ښارګوټو لپاره ځمکې ځانګړې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP