Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ او نورستان یو شمېر خلک: د اسعداباد – پارون لویه لار دې په اساسي ډول ورغول شي

اسعداباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): د کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو ورښتونو د اسعداباد – پارون لویې لارې ډېرې برخې زیانمنې کړې چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.

د اسعداباد – پارون لویه لار چې د کونړ د وټه‌پور، ماڼوګي او چپې‌درې ولسوالیو سربېره د نورستان اوسېدونکي هم پرې کونړ او ننګرهار ولایتونو ته تګ – راتګ کوي، د وروستیو ورښتونو له امله یې ځینې برخې خرابې شوې دي.

ځايي خلک د یادې لارې له خرابوالي شکایت کوي او له حکومت غواړي چې دغه لویه لار دې په پاخه او اساسي ډول ورغوي.

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وحیدالله تلاش وویل، له اوږدې مودې راهیسې د اسعداباد – پارون لویه لار کنډ کپر ده او د خلکو لپاره یې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «د کونړ او نورستان ترمنځ غځېدلې لویه لار له کلونو راهیسې خرابه او کنډې کپر ده، د دې لارې اساسي جوړېدو ته نه د مخکني حکومت او نه هم د اوسني نظام چارواکو پاملرنه کړې ده.»

دغه راز، د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکي محمداسماعیل وویل، وروستیو ورښتونو دغه لاره ډېره زیانمنه کړې او د خلکو تګ راتګ پرې سخت شوی دی.

هغه زیاته کړه: «هر کال د ژمي په موسم کې چې ورښتونه ډېر وي، زموږ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وي؛ ځکه لویه لاره مو خرابه ده او موټرچلوونکي په اسانۍ زړه نه ښه کوي چې په دغه سړک تګ راتګ وکړي.»

د هغه په خبره، په ځلونو یې له حکومته د پارون – اسعداباد لویې لارې د اساسي جوړېدو غوښتنه کړې خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.

ورته مهال، د کونړ د ټولګټو رییس قاري قدرت‌الله معاذ پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅې یې پیل کړې د کونړ درېیو ولسوالیو ته غځېدلی سړک چې د نورستان اوسېدونکي هم تګ راتګ پرې کوي، ورغوي.

هغه وویل: «د تېرو څو ورځو پرله‌پسې ورښتونو له امله چې د کونړ – نورستان ترمنځ د غځېدلي سړک ځینې برخې یې ویجاړې کړې، موږ یې د پاک‌کارۍ او جوړونې لپاره هڅې پیل کړې دي.»

د نوموړي په خبره، د مرکزي حکومت له لوري د کونړ – نورستان لویې لارې جوړېدو ته بودجه ځانګړې شوې او د سړک تخنیکي سروې او ډیزاین هم بشپړ شوي چې په نږدې راتلونکې کې به یې د اساسي رغولو چارې هم پيل شي.

د کونړ- نورستان ترمنځ غځېدلی سړک شاوخوا ۱۲۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې نږدې دوه میاشتې مخکې د ټولګټو وزارت د څه باندې ۶۰۰ میلیون افغانیو په لګښت یې له پارونه یوازې د لومړي او دویم لاټ جوړولو چارې پيل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.