Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کاناډا لومړی وزیر له خپلې دندې استعفا کوي

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو وروسته له نهو کلونو د دغه هېواد د حاکم لیبرال ګوند له رهبرۍ استعفا کوي.

رویټرز خبري اژانس نن د یوې باخبرې سرچینې له قوله چې نه یې دې غوښتي نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې ټروډو ښايي له خپلې دندې د ګوښه کېدو اعلان وکړي.

د راپور له مخې، ښايي ټروډو نن د ورځې په لومړیو کې خپله استعفا اعلان کړي.

تر اوسه په دې اړه د لومړي وزیر دفتر څه نه دي ویلي.

ورته مهال، رويټرز دغه ‌راز د ګلوب‌اند مېل له قوله لیکلي، معلومه نه ده چې ټروډو به کله د وتلو لپاره خپل پروګرامونه اعلانوي، خو ښایي دغه څه د چهارشنبه ورځ د لیبرال د قانون‌جوړوونکو له اضطراري ناستې مخکې پېښ شي.

د راپور له مخې، د لېبرال یو شمېر استازو ښکاره له ټروډو غوښتي چې استعفا ورکړي.

راپور کې د ګلوب‌اند مېل له قوله لیکل شوي، لا معلومه نه ده چې ټرودو به ژر له خپلې دندې ګوښه شي او که د لیبرال د نوي مشر تر ټاکل کېدو به پاتې وي.

ټروډو په ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال چې ليبرال ګوند له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان او په لومړي ځل د عوامو ناسته کې درېیم مقام ته راکښته شوی و، د دغه ګوند د رهبر په توګه وټاکل شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.