خوست ښار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): د خوست ولایت په مرکز کې د يوې کورنۍ پنځو کسانو د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خوست امنيه قوماندانی وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د ښار ختیځه برخه کې د استوګنې په یوه اپارتمان کې شوې.
نوموړي وويل، په دغو کسانو کې یوه ښځه او څلور نارینه شامل دي چې تېره شپه د ګازي بخارۍ د ګاز نیونې له امله يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
احرار زياته کړه، یاد کسان د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي دي او وړمه ورځ د یوه ناروغ د تداوۍ په موخه خوست ولایت ته راغلي وو.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې هم د ګاز ډبې چاودنې له امله خوست ولايت کې د يوې کورنۍ څلور غړو چې يوه مېرمن او درې ماشومان وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP