لښکرګاه (پژواک ، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د یوې همکارې موسسې په مالي مرسته د دغه ولایت په څلورو شمالي ولسوالیو کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه د مېوهلرونکو ونو باغونه جوړوي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیر قاري محمدنسیم مسلم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په سنګین، کجکي، موسیکلا او نوزاد ولسوالیو کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه د بېلابېلو میوهلرونکو ونو باغونه جوړېږي .
نوموړي زیاته کړه: «د یادو باغونو جوړولو سروې ترسره شوې او اوس یې د ځمکې د ځانګړي کېدو چارې روانې دي، په یاده اندازه ځمکه کې به د انګورو، بادامو، انځرو او ګڼو نور ونو بڼونه جوړ شي.»
د هغه په خبره، هرې ولسوالي کې به پر ۶۰ جریبه ځمکه باغونه جوړ شي چې پر هر جریب باغ به ۷۰۰ امریکایي ډالر لګښت وشي.
مسلم وویل: «کوم باغونه چې جوړیږي لګښت یې د ډاکار موسسې له خوا ورکول کېږي، یاد بڼونه به په ډېر معیاري ډول وي چې ځمکه لرونکي به له یادو باغونو څخه ډېر حاصلات په لاس راوړي او اقتصاد به یې ورسره پیاوړی شي.»
د هغه په خبره، هلمند کې به د کرنې وزارت له لوري دېرش نوې شنې خونې هم جوړې او کروندګرو ته په واک کې ورکړل شي چې وسایل یې ور وړل شوي او ډېر ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP