Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې یو شمېر کروندګرو د کوکنارو پر ځای انجې کرلو ته مخه کړې

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): اروزګان کې یو شمېر کروندګر وایي، په هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت له بندیز وروسته یې د انجې کرلو ته مخه کړې او له حکومته غواړي چې محصولاتو ته یې بازار پیدا کړي.

وروسته له هغه چې شاوخوا دوه کاله مخکې د اسلامي امارت مشرتابه په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز ولګاوه، اروزګان کې اوس کروندګرو د انجې کرلو ته مخه کړې ده.

د لعل‌محمد په نوم یو کروندګر چې د مرکز ترینکوټ اړوند د تالاني سیمې اوسېدونکی دی وايي، یو کال وړاندې یې پر خپله یو جریب ځمکه انجه کرلې ده.

هغه وویل: «زه ډېر ورته خوش‌بین یم؛ ځکه اوس خو کوکنار نسته او دا کښت د تریاکو یو ښه بدیل دی.»

دغه راز، د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي او کروندګر حاجي توخان وویل، ده هم پر خپله ځمکه انجه کرلې او زیاتوي چې دغه بوټی په درېیو کلونو کې حاصل ورکوي او د نهال په ډول کرل کېږي.

د هغه په خبره، فصل یې حاصل ته په رسېدو دی او که حکومت ورسره د مناسب بازار پیدا کېدو کې مرسته وکړي نو ښه ګټه به ترلاسه کړي.

خو دا چې د دغه کښت تخم په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي، کروندګر غوښتنه کوي چې حکومت او مرستندویې ادارې دې ورسره په دې برخه کې هم همکاري وکړي.

د چورې ولسوالۍ یوه کروندګر محمدعیسی وویل، د انجې تخم په بازار کې یوه کېلو له لس زره افغانیو څخه تر ۱۵ زره افغانیو پورې پلورل کېږي.

نوموړي وویل: «هر کروندګر د انجې تخم د رانیولو توان نه‌ لري، نو باید دولت او موسسې د یاد کښت د تخم او یا هم نهال په ورکولو کې مرسته راسره وکړي.»

په همدې حال کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په روان لمریز کال کې په لومړي ځل په اروزګان کې پر ۲۰هکټاره ځمکه انجه کرل شوې ده.

د دغه ریاست ویاند مولوي عبدالمنان فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، انجه د کوکنارو یو ښه او مناسب بدیل دی.

هغه وویل: «کوشش کوو چې د اروزګاني کروندګرو د انجې حاصلاتو ته په کور دننه او بهر مارکېټ پیدا کړو.»

د فاروقي په خبره، د انجې د کښت ودې، پراختیا او روزلو برخه کې یو شمېر ادارې هم هڅول شوې چې له کروندګرو سره همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.