Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

بامیان (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): بامیان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۳۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د یادې ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې د ماشومان پر زده‌کړه د ټینګار ترڅنګ وویل، د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي نظام د اصولو په چوکاټ کې د یوې پرمختللې او باسواده ټولنې غوښتونکی دی.

هغه دغه ‌راز د خلکو پر یووالي او د یو بل پر منلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په اسلامي نظام کې قومي، مذهبي او سمتي تعصبونه هیڅ ځای نه لري، ټول قومونه د یو بل وروڼه او له یو ډول حقونو برخمن دي.

ورته مهال، قاري عنایت‌الله سهار، د بامیان د پوهنې رییس وویل، دوی هڅه کوي څو د امکاناتو په برابرولو او د ښوونځیو بیارغونې له لارې زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسبه زمینه برابره کړي.

دغه‌ راز، د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د کهمرد ولسوالۍ په «دشت سفید» سیمه کې د څه باندې ۱۳۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نجونو یو ښوونځی جوړ او تېر مازدیګر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه زیاته کړه، د یاد ښوونځي ودانۍ د «ارغوشه» بنسټ په مالي مرسته په اساسي ډول جوړه شوې او شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، د زده‌کړو امکانات، د اوبو سیستم او لمریزه برېښنا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د درسي توکو کمښت او د ښوونځیو لرې‌والی په دغه ولایت کې د زده‌کړو برخه کې اساسي ستونزه بولي.

د بامیان د کهمرد ولسوالۍ د «دشت سفید» سیمې اوسېدونکي عبدالعظیم وویل، د ښوونځیو لرې‌والي او د امکاناتو کمښت له امله ډېرو زده‌کوونکو نه شوای کولای زده‌کړو ته دوام ورکړي خو د دغه ښوونځي په جوړېدو خلک هیله‌من دي چې د لارې د لرېوالي او د امکاناتو د کمښت ستونزې حل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.