اسعداباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې د ۱۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶ نوو مخابراتي سایټونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي رییس عبدالولي مارشال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې د ۱۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶ نوو مخابراتي سایټونو د جوړېدو چارې پېل شوې چې په جوړیدو سره به یې د کونړ ۹۰ سلنه اوسېدونکي ټلیفوني او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
هغه وویل: «د خلکو اړتیا او غوښتنو ته په کتو، موږ د کونړ په بېلابېلو غرنیو سیمو کې چې پخوا په کې هیڅ ډول مخابراتي شبکو فعالیت نه کاوه، اوس مو په کې د ټلیفوني او انټرنېټي خدمتونو برابریدو لپاره هڅې پیل کړې دي.»
نوموړي وویل، د مخکیني حکومت پرمهال یوازې د کونړ ۴۰ سلنه سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې وې چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې دغه کچه ۷۵ سلنو ته پورته شوې ده.
هغه زیاته کړه، د ۲۶ نویو مخابراتي سایټونو په فعالیدو سره به د کونړ ۹۰ سلنه سیمې د تلیفوني او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.
د مارشال په خبره، د مخابراتو وزارت د خاصې پاملرنې له امله د کونړ پنځو ولسوالیو ته د نوري فایبر د لاینغځونې چارې هم دوام لري چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د کونړ اوسېدونکي خوښ دي چې په غرنیو سیمو کې ورته ټلیفوني او انټرنېټي خدمتونو پیلېږي.
د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کړنګل سیمې اوسېدونکي امینالله وویل: «زموږ په سیمه کې چې لسګونه زره خلک ژوند کوي له ټلیفوني او انټرنېټي خدمتونو لرې دي، اوس خوښ یو چې اسلامي امارت راته مخابراتي اسانتیاوې برابروي.»
دغه راز، د وټهپور ولسوالۍ اړوند د یوز سیمې اوسېدونکي نقیبالله وویل، په سیمه کې یې مخابراتي خدمات محدود دي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
هغه له اسلامي امارته غوښتنه وکړه چې د ټکنالوژي په دغه عصر کې باید دوی ته پياوړي انټرنېټي خدمتونه برابر کړي.
کونړ چې د جغرافیوي جوړښت له مخې یې زیاته برخه غرونو نیولې، په ګڼو لرو پرتو سیمو او درو کې یې لا هم مېشت خلک له ټلیفوني او انټرنېټي خدمتونو بېبرخې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP