Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترودو د استعفا اعلان؛ ټرمپ: د کاناډا خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا ۵۱م ایالت وي

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): وروسته له هغه چې د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ترودو له خپلې دندې استعفا اعلان کړه، د متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر وویل، د دغه هېواد خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا یوپنځوس‌ام ایالت وي.

د سي‌بي‌سي راپور له مخې، د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوشنبه د شپې ناوخته د ترودو پر استعفا غبرګون ښودلی دی.

هغه زیاته کړې: «د کاناډا خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا ۵۱م ایالت وي. متحده ایالات نور نشي کولای چې د کاناډا لوی سوداګریز کسر او هغه اقتصادي ملاتړ چې کاناډا ورته د بقا لپاره اړتیا لري، وزغمي.»

هغه زیاته کړې، که کاناډا له امریکا سره یو ځای شي، هیڅ تعرفه به وضع نشي، مالیات به ډېر کم شي او د روسیې او چیني کښتیو له ګواښ څخه چې تل یې هغوی احاطه کړي وي، په امن شي.

جاستین ترودو تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې د حاکم لیبرال ګوند له مشرۍ او د کاناډا له صدراعظمۍ استعفا ورکوي.

هغه وویل، د ځای‌ناستي تر ټاکل کېدو پورې به د لومړي وزیر په توګه خپله دنده ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.