Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې یو شمېر لرغونې سیمې او ابدې بیارغونې ته جدي اړتیا لري

پلخمري (پژواک، ۱۹مرغومی ۱۴۰۳): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې که څه هم په دغه ولایت کې د لرغونو سیمو د غصب مخه نیول شوې خو د دې سیمو او تاریخي ابدو ډېرې برخې ویجاړې شوې دي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر مولوي عزت‌میر حقاني له پژواک خبري اژانس سره مرکه کې وویل، دغه ولایت چې له تاریخي پلوه د کوشاني دورې ټاټوبی او د یوې لرغونې زمانې تاریخي سیمه بلل کېږي، واک ته د اسلامي‌امارت له رسېدو راهیسې په‌ کې شاوخوا سل نوې سیمې د تاریخي ځایونو په توګه ثبت شوې خو ډېرې په  خپل‌سرو کيندنو، تېرو جګړو او طبیعي پېښو کې ویجاړې شوې دي.

هغه وویل: «بغلان کې له فتوحاتو وړاندې ۲۶ سیمې د تاریخي ځایونو په توګه ثبت وې، خو واک ته د اسلامي‌امارت په رسېدو له سلو ډېرې نوې سیمې د تاریخي ځایونو په توګه ثبت شوې چې مخکې له فتوحاتو ډېرې تاریخي او با اهمیته سیمې لکه سرخ‌کوتل او قرغان غونډۍ چې کيندنې په‌کې شوې وې، تخریب شوې او غصب شوې هم دي.»

هغه زیاته کړه، د لرغونو سیمو د تخریب او کيندنو ترڅنګ په خنجان، اندراب، جلګې، خوست، نهرین او مرکزي بغلان ولسواليو کې تاریخي سیمې او پخواني کاروان‌سرایونه هم غصب شوي او د ځايي خلکو له لوري په‌ کې کورونه جوړ شوي چې له امله یې د لرغونو ځایونو ډېرې برخې هم ویجاړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، په دغو ټولو تاریخي ځایونو کې پخوا کيندنې شوې او تخریب شوې دي، خو اوسمهال د اطلاعات او فرهنګ ریاست اړوند ۰۱۲ ځانګړې پوځي قطعه چې د لرغونو ځایونو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري، له تاریخي سیمو منظمه څارنه کوي او هيڅوک نه شي کولای د دې سیمو ځمکې غصب کړي یا هم کيندنې په‌کې وکړي .

خو دا چې دغه تاریخي ځایونه او کلاګانې به بېرته ورغول شي او که نه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر یې په اړه څه ونه ویل.

ورته مهال، د پلخمري ښار اوسېدونکي میرزا خان وویل، ځیني مشهور تاریخي ځایونه باید د ملي میراث خوندیتوب په موخه بېرته ورغول شي.

هغه زیاته کړه: «بغلان کې د سرخ‌کوتل، شمرق او چم کلا تر ټولو مشهور تاریخي ځایونه دي چې د تېر حکومت پر مهال یې ساتنه نه کېده او ډېر اهمیت هم نه ورکول کېده، لیدنې ته یې هم څوک نه ورتلل، اورېدلي مې دي چې ځیني ځایونه یې خراب شوي، باید بېرته ورغول شي، لیدونکي به یې زیات شي او زموږ ملي هویت به هم خوندي شي.»

دغه راز، د خوست ولسوالۍ اوسېدونکي ګلاب‌الدین وویل، په دې ولسوالۍ کې د کاروان سرایونو په نوم پخواني تاریخي ځایونه دي چې د ځینو ړنګو کلاګانو یوازې د دېوالونو ډېرې کمې برخې روغې پاتې دي.

هغه وویل: «له پلرونو مې اورېدلي چې دغه کاروان‌سرایونه شاوخوا ۱۴۰۰ کاله پخوا د وخت د حکومتونو له خوا جوړ شوي، دا تاریخي کلاګانې دي چې واکمنو به خپل هغه څاروي په‌ کې دمه کول چې مالونه به یې ورباندې انتقالول، خو د اکثرو کلاګانو د دېوالونو ځینې برخې پاتې دي، نورې په تېرو جنګونو او طبیعي پېښو کې له منځه تللې دي.»

د یادونې ده، دا یوازې په بغلان ولایت کې د تاریخي او لرغونو سیمو او ځایونو وضعیت نه دی، بلکې د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې هم دغه ډول تاریخي ابدات او ځایونه شته چې د له منځه‌ تلو له ګواښ سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.