کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): ډونالډ ټرمپ وایي، د امریکا میلیاردونه ډالر د افغانستان اوسني حکومت ته ورکول کېږي، خو ا.ا دغه ادعا ردوي، وایي، امریکا نه یوازې پیسې نه دي ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې کنګل کړي دي.
هغه تېره شپه د امریکا فلوریډا ایالت کې یوه خبري ناسته کې ادعا کړې، وایي، د باور وړ نه ده چې امریکا افغانستان ته میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر ورکوي او دغه پیسې بایډن ورکړې دي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د جوبایډن پر حکومت سختې نیوکې وکړې، ادعا یې وکړه چې د امریکا له مالي سرچینو میلیاردونه ډالر د افغانستان سرپرست حکومت ته لېږدول کېږي.
هغه وویل: «دا د باور وړ نه ده، میلیونونه نه، میلیاردونو ډالر، موږ عملاً میلیاردونه ډالر د افغانستان طالبانو ته ورکوو او دا د بایډن کار دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس ځینو غړو د هغو مرستو په اړه اندېښنه ښودلې وه چې کېدای شي د افغانستان سرپرست حکومت ته ورسېږي.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د امریکا له لوري له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوي.
هغه زیاته کړې: «حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.»
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت له امریکا د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې ده.
فطرت لیکلي: «هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه مصارف دي چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوې او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې چې له دوی سره یوځای افغانستان څخه وتښتېدل؛ شاید یوه اندازه یې د نړۍوالو مؤسسو له لوري په اصطلاح د بشري مرستو په نوم هم لګېدلې وي.»
فطرت ویلي، اسلامي امارت هم غواړي چې امریکا دې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه قطع کړي؛ ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو هیڅ په درد نه خوري.
ده ویلي، که دقیق تحلیل وشي، دا ټولې پیسې امریکا د افغانستان په نوم بېرته د خپلو اهدافو ترسره کولو لپاره مصرف کړې دي او هڅه کوي له دې لارې د اسلامي امارت پر وړاندې پروپاګند وشي.
د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت هم له اسلامي امارت سره مستقیمې مرستې رد کړې او ویلي یې دي چې له افغانستان سره نړۍوالې مرستې د بشري موخو لپاره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP