Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان پخوانی لوبغاړی یونس خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ټاکل شوی

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یونس خان یې په چمپینز ټرافي سیالیو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکی په توګه ټاکلی دی.

ټاکل شوې چې چمپینز ټرافي (د اتلانو جام) سیالۍ د راتلونکې فبرورۍ په ۱۹مه په پاکستان کې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یونس خان یې د چمپینز ټرافي (د اتلانو جام) سیالیو ته د افغان کرکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه ټاکلی دی.

یونس خان په ۲۰۲۲ کال کې هم په متحده عربي اماراتو کې په یوه روزنیز کمپ کې د افغان لوبډلې لنډمهاله روزونکی و.

د راپورونو له مخې، یونس خان د پښتونخوا اوسېدونکی او د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې  لوبغاړی و، هغه د پاکستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی.

هغه په ۱۱۸ ټیسټ‌لوبو کې د ۵۲ په اوسط سره څه باندې لس زره منډې جوړې کړې دي؛ دغه راز په ۲۶۵ یو ورځنیو لوبو کې څه باندې اووه زره منډې لري او دغه راز ۲۵ شل‌اوریزې لوبې یې هم ترسره کړې دي.

له دې مخکې هم د پاکستان پخواني لوبغاړي انضمام‌الحق، کبیر خان، عمرګل او راشد لطیف د افغانستان د ملي لوبغاړو د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.