Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې څه باندې ۱۹۰۰ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرام پيل شو

پل‌علم (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب ریاست له لوري د دغه ولایت سلګونو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرام پيل شو.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک ته وویل، دغه روزنیز پروګرام د لوګر د پوهنې ریاست د یو شمېر مسوولینو او کارکوونکو سربېره د ښوونځیو ۱۹۰۷ مدیرانو، سرښوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو غړو ته پيل شوی چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، دا روزنیز ورکشاپ چې په اوو پړاوونو کې د پوهنې وزارت د پوهنې او یوې مرستندویې ادارې په همکارۍ ترتیب شوی، ګډون‌وال یې د کاري او مسلکي ظرفیت لوړونې برخه کې روزنه ویني.

عرب وایي، د دغه ورکشاپ بشپړېدو سره به د لوګر ولایت پوهنې بهیر لا پياوړی شي او ښوونکي به د پوهنې نصاب اړوند زده‌کوونکو ته په سمه توګه لیک لوست تدریس کړي.

بلخوا، پل‌علم کې یوه ښوونکي عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې وزارت له لوري ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرام پيل شو.

نوموړي زیاته کړه، د یاد روزنیز پروګرام په ترڅ کې به ښوونکي نوي درسي میتودونه زده کړې او د ښوونکو ترمنځ به تجربې هم شریکې شي.

هیره دې نه وي چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت سلګونو ښځینه او نارینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورته ورکشاپونه جوړ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.