غزني ښار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳): د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره په بازار کې د سون لرګي کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي.
هغوی وايي، د لرګیو د کموالي له امله دوی اړ دي چې خپلې میوهلرونکي او غیرمیوهلرونکي ونې پرې کړي او د سون لرګیو پر ځای ترې استفاده وکړي.
په دې اړه د غزني د واغظ ولسوالۍ د ککرک سیمې یوه اوسېدونکي سیدکریم پژواک ته وویل: «موږ چې په کوم وضعیت کې یوو او کومې بېوزلۍ او وزګارتیا په مخه کړي یوو، د یو خروار لرګیو وس نهلرو، پخوا به مو له غرونو هم د اړتیا وړ بوټي راوړل، خو اوس د وچکالیو له امله هغه هم ورک شوي، نو اړ یو چې د خپلو اړتیاو پوره کولو په موخه د خپلو باغونو او یا د خپلې سیمې ونې پرې کړو.»
هغه وایي چې په بازار کې د لرګیو او نورو سون توکو بیې د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.
دغه راز، د جغتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وویل چې د دې ولسوالۍ په ترګان سیمه کې د خلکو شخصي ځنګلونه شته او د نورو سیمو خلک دغلته ورځي څو د سون لپاره ونې وپېري.
دی هم وايي چې د لرګیو نرخونه د تېرو کلونو په پرتله لوړ شوي دي.
همدارنګه د غزني ښار یوه اوسېدونکي ذکریا وویل چې ورځ مزدوري کوي او د ډېرو لرګیو د اخیستو توان نه لري.
هغه زیاتوي: «مخکې کلونو کې د یو من لرګیو بیه تر سلو افغانیو پورې وه خو اوس دوهنیم سوه افغانیو ته لوړه شوې ده.»
د غزني اوسېدونکي وايي چې په تېر او وړم کال کې د یو خروار لرګیو بیه له شپږ تر اته زره افغانۍ وه خو اوس یې نرخونه ۱۶ تر ۱۸ زره افغانیو پورې لوړ شوي.
بل لورته، حکومتي مسوولین بیا د سون توکو د نرخونو د کنټرول ډاډ ورکوي.
د غزني ښاروالۍ ویاند عبدالولي جلالزي پژواک ته وویل، مخکې به نرخنامې د ښاروالیو له لورې جوړېدې خو اوس د ریاستالوزراء له لوري د احتکار د مخنیوي کمېسیون جوړ شوی چې ښاروالۍ یې غړیتوب لري او نرخنامې هم دغه کمېسیون جوړوي.
نوموړي وویل، د ډبرو د سکرو بیه کنټرول شوې، خو زیاتوي چې د لرګیو مسله دارالافتا ته وړاندې شوې چې د هغوی له پرېکړې سره به سم اقدام وشي.
ده هم ومنله چې مخکې په دغه ولایت د لرګیو اندازه کمه وه خو زیاتوي چې په دې وروستیو کې له نورو ولایتونو ډېر لرګي راغلي او ډېر ژر به یې نرخونه هم وټاکل شي.
د یادونې ده، حکومت د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی؛ نو ځکه د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د سون لرګیو نرخونه لوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP