Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې یو شمېر ځوانان: دغه ولایت کې دې د وړیا زده‌کړو فرصتونه ډېر شي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳): د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زده‌کړو په مرکز کې پر زده‌کړو بوخت یو شمېر ځوانان وایي چې دا ډول فرصتونه باید ډېر شي څو وکولای شي لازم مهارتونه زده کړي.

مسوولین هم وایي چې له روزنیزو پروګرامونو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او هڅه کېږي چې هغوی ته لا ډېر فرصتونه برابر شي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو د زده‌کړې په مرکز کې د بیان فن یوه زده‌کوونکي عبدالعلي وویل، په تېر کې یې نه‌شو کولی چې خپلې غوښتنې په یوه ټولې کې بیان کړي، خو اوس یې چې دغې برخه کې د زده‌کړو نږدې درې میاشتې تېریږي، کولای شي خپلې غوښتنې او اړتیاوې په ښه ډول په تجمعاتو کې بیان کړي او له دغو مهارتونو خوښ دی.

نوموړي وویل: «په خصوصي کورسونو کې د ګډون وس نه‌لرم، دا وړیا کورسونه د زده کولو او پرمختګ لپاره غوره فرصتونه دي، هیله‌مند یم دا پروګرامونه ډېر شي څو ټول ځوانان وکولای شي خپلو هیلو ته ورسېږي.»

دغه مرکز کې د کمپیوټر برخې یوه زده‌کوونکي عبدالجبار وویل چې د مالي امکاناتو نشتون له امله نه‌شو کولی چې په خصوصي روزنیزو مرکزونو کې ګډون وکړي، خو اوس په وړیا ډول کولای شي د خپلې خوښې په پروګرام کې ګډون وکړي او زده‌کړه وکړي.

هغه زیاته کړه: «دا وړیا کورسونه له موږ سره مرسته کوي چې نوي مهارتونه زده کړو، پرته له دې چې د فیس اندېښنه ولرو، هیله‌مند یم چې دا ډول فرصتونه د نورو ځوانانو لپاره هم برابر شي.»

دا ځوانان د بدخشان د اطلاعانو او فرهګ ریاست نه غواړي چې خپل دا ډول پروګرامونه دې ډېر کړي څو درس او تعلیم ته لېواله ځوانان وکولی شي خپلو هیلو ته ورسیږي.

ورته مهال د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح الله امیري وایي چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ریاست د وړیا زده‌کړو په مرکز کې ۱۵۰۰ زده کوونکو، انګلیسي، کمپیوټر، فن بیان، حسن خط ، انګېزه ورکونکو ورکشاپونه، علمي سیمینارونه، فردي او ټولنیزې هوسایننې په اړه د مطالعې د اهمیت پروګرامونه زده کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د ورځې په بېلابېلو وختونو کې د دغه ریاست د وړیا زده‌کړو په مرکز ۵۰۰ کسان پر زده‌کړو بوخت دي.

هغه وایي چې تېر کال نږدې زرو زده‌کوونکو د دغه ریاست د ځوانانو د زده‌کړې په مرکز کې روزنه ورکول کېده خو سږ کال د زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی او هڅه کېږي چې د دغه ولایت ځوانانو ته لا ښه او ډېر فرصتونه برابر شي.

دغه‌راز، د بدخشان د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په کورسونو کې د زده‌کوونکو شمېر نسبت تېر ته ډېر شوی دي.

د بدخشان د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر عبدالغني عابدي وویل چې په بدخشان کې په ۲۶ کورسونو کې ۲۹۱۵ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي، په داسې حال کې چې تېر کال دا رقم ۲۸۶۰ و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.