Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ۳۱ ولایتونو کې د دیني مدرسو د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینې پيل شوې

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومې ۱۴۰۳): د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې له ۲۶ زره کسانو څخه د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینې پيل شوې.

د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله آغا په کابل پوهنتون کې د دغو ازموینو د لړۍ د پیل په مراسمو کې ویلي چې پخوا د علم زده کړې لپاره اسانتیاوې کمې وې او اوس د زده‌کړو لپاره ډېر شرایط برابر شوي دي او باید اعظمي ګټه ترې واخیستل شي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي نداءمحمد ندیم هم ویلي،  دغه ازموینې د علماء کرامو او علم پراختیا او کیفیت لوړونه کې ستر رول لوبوي او د علماء کرامو علمې سویو معلومولو لپاره یې ښه نظم رامنځ ته کړی دی.

ده ویلي چې په ټولو ولایتونو کې د ازموینو څارنه د دغه وزارت د مسؤلینو او علماء کرامو له لوري کېږي او شاوخوا زر کسان یې د چارو تنظیمولو لپاره ګمارل شوي دي.

د کابل ولایت والي مولوي امین‌الله عبید هم له یادو فاضلانو وغوښتل چې سند خپل هدف ونه ګرځوي، بلکې خپل نیت د خلکو او نظام خدمت جوړ کړي او د علم پرمختګ ته کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دغو ازموینو کې د هېواد په کچه ۲۶ زره فاضلانو ګډون کړی، چې ۱۵ زره د عالمیې او ۱۱ زره د عالیه مرحلو څخه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.