<p style="text-align: justify;">مزارشریف (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالي وایي، په دغه ښار کې یې ۱۴ هغه نانوایيګانې تړلې دي چې د دوی له لایحې څخه یې سرغړونه کړې وه.</p>
<p style="text-align: justify;">د مزارشریف ښاروالۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مزارشريف ښاروالۍ مارکېټونو تنظيم او پراختیا امریت له لوري د ښار اتمې ناحیې اړوند د نانوایانو صنف نرخپاڼې، حفظ الصحې او ډوډۍ وزن څخه څارنه ترسره شوه.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینه زیاتوي، د دې څارنې پر مهال د نانوایانو صنف ۱۴ هټۍ د ښاروالۍ مقرراتو څخه د سرغړونې په تور وتړل شوې چې موده مخکې ورته څو څو ځلې سپارښتنې هم شوې وې.</p>
<p style="text-align: justify;">خبرپاڼه وایي، د مزارشريف ښار ټول اصناف مکلف دي چې د ښاروالۍ مقرارت په بشپړ ډول تطبيق او عملي کړي د سرغړونې په صورت کې به قانوني او اصولي چلند ورسره کېږي.</p>