پلخمري (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د «افغان کېبل» په نوم د کورنیو او نړۍوالو ټلوېزیونونو یوې کېبلي شبکې له شل کلن فعالیت وروسته نن خپل خدمات ودرول.
د دې کېبلي شبکې مسوول مدیر دادالله وردګ نن په پلخمري کې یوې خبري ناستې ته وویل، د یو لړ اقتصادي ستونزو او نړۍوالو محدودیتونو له امله نور نه شي کولی خپل فعالیت ته دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د ډېر شمېر تلوېزیوني رسنیو په خپرونو کې د تغییراتو راتګ او یا د یو شمېر رسنیو تړل کېدل هم د دې لامل شول چې دوی ونه شي کولای خپلو پېرېدونکو ته د هغوی د خوښې خپرونې وړاندې کړي چې له امله یې نن رسماً خپل شل کلن فعالیت بند کړ.
د هغه په خبره، له دوی سره شاوخوا ۲۵ کسانو په بېلابېلو برخو کې دندې لرلې چې د یادې شبکې په تړل کېدو سره یې دندې له لاسه ورکړې.
ورته مهال، د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وویل، په رسنیز ډګر کې د دې کېبلي شبکې د فعالیت بندېدل یوه تشه بولي.
هغه وویل: «متاسفانه افغان کېبل چې په پلخمري کې یې رسنیز فعالیت درلود او د دوی په خبره چې د اقتصادي ستونزو له امله یې نن رسماً خپل فعالیت پای ته ورساوه، دا یوه خلا بولم؛ ځکه هېواد هغه وخت ترقي کولای شي چې رسنۍ په ازاده توګه فعالیت ولري، خو رسنیو په تېر کې ډونران لرل چې له دوی سره به یې همکاري کوله، دوی په خپله وایي چې بهرنۍ اقتصادي محدودیت یې د فعالیت بندېدو لامل شوی دی.»
ورته مهال، هغه کسان چې له دې شبکې سره یې کار کاوه او اوس بې دندو شوي، له حکومت او نورو ادارو د لاسنیوي غوښتنه کوي. هغوی دغه راز غوښتنه کوي چې د حکومت او یا هم نورو خصوصي ادارو په چوکاټ کې دې ورته د دندو زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP