کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د بلاروس جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شیویچ د یاد وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان او بلاروس ترمنځ په اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو ګډو همکاریو خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي، ستانکزي کابل ته د خپل بلاروسي سیال دغه سفر د بلاروس او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ او د اوږدمهاله همکاریو برخه کې ښه پیل وباله.
سرچینه کاږي، د بلاروس بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د خپل حکومت هغه مثبته اراده څرګنده کړه چې له مخې یې دوی غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو لپاره بنیاد کېږدي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړه لورو هوکړه وکړه چې د یادو همکاریو د لا پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او مېنسک کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP