Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزي د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان کنفرانس له اعلامیې هرکلی وکړ

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په اسلامي ټولنو کې د نجونو زده‌کړو د فرصتونو او ننګونو په تړاو په اسلام‌اباد کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان کنفرانس د اعلامیې هرکلی وکړ او زده‌کړې یې د نجونو یو مسلم حق بللی دی.

د نجونو د زده‌کړو په اړه په اسلام‌اباد کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (Muslim World League) په نوښت دوه ورځنی نړۍوال کنفرانس پرون پای ته ورسېد.

دغه غونډه د نجونو پر زده‌کړو پر ټینګار پای ته ورسېده.

په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د زده‌کړ د حق ساتلو لپاره باید متحدي هڅې وشي؛ ځکه چې لوستې ښځې د کورنیو او دوامداره ټولنو په جوړولو کې مرکزي رول لوبوي.

د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر لیکلي چې هغه په ​​اسلامي نړۍ کې د نجونو زده‌کړو د فرصتونو او ننګونو په اړه په اسلام‌اباد کې د رابطة العالم الإسلامی کنفرانس د پای اعلامیې هرکلی کوي او د نجونو زده‌کړې یو مسلم او نه انکارېدونکی حق او مخنیوی یې د هېواد د ملي ګټو خلاف او توجیه نه منونکې ګڼي.

کرزي ویلي چې د هېواد په پرمختګ، د ټولنې او کورنیو په ثبات، پیاوړتیا او هوساینه کې د ښځو او نجونو رغنده او حیاتي رول ته په پام، یو ځل بیا پر ټینګار پر اسلامي امارت غږ کوي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د هغه په ​​خبره، څو ټولو ځوانانو ته د زده‌کړو او تحصیل زمینې په برابرېدو، خلک له هېواده وتلو ته اړ نه شي او افغانستان د خپلو استعدادونو پر وړتیا او پوهې پر تکیې د پرمختګ پر لار روان او پر ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د اسلامي امارت استازي اسلام‌اباد کې دغه غونډه کې ګډون نه و کړی.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې درې کاله وړاندې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو کې د نجونو او له هغه یو کال وروسته په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې وځنډول شوې.

له اسلامي امارت څخه په وار وار په هېواد کې دننه او بهر غوښتل شوي څو د نجونو پر زده‌‌کړو لګېدلی بندیز لرې کړي، خو چارواکو ویلي، هڅې روانې دي څو د مناسب چاپېریال په برابرېدو سره نجونو ته د زده‌کړو او تحصیل اجازه ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.