کابل(پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې هېواد کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له پيل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۵ میلیون کسانو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
یادې ادارې نن (دوشنبه، د مرغومي ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یادې ادارې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل راهیسې ۱۵ میلیون او څه باندې ۱۸ زرو کسانو ته الکترونیکي پېژندپانې وېشلې چې ۹ میلیون او ۶۷ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۹۵۲ زره یې ښځینه دي.
سرچینه وايي، په وېشل شوو الکترونیکي پېژندپاڼو کې تر ټولو ډېرې په کابل کې ۶ میلیونه او ۲۲۵ زره، په هرات کې یو میلیون او څه باندې ۶ زره، ننګرهار کې ۷۶۵ زره او ۲۵۶، بلخ کې څه باندې ۶۷۸ زره او په کندهار کې نږدې ۵۲۶ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
سرچینې لیکلي، دا په داسې حال کې ده چې د ټولو وېشل شوو الکترونیکي پېژندپاڼو له ډلې یوازې د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو تراوسه په ټول هېواد کې نږدې ۹ میلیونه الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د سرچینې له قوله، اوسمهال په ټول هېواد کې د الکترونیکي پېژندپاڼې او آسان خدمت ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او دغه راز په متحده عربي اماراتو کې د آسان خدمت یو مرکز فعال دی چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP