Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیه قومانداني: خوست کې د نشه‌يي توکو یو مشهور قاچاقبر نیول شوی

خوست ښار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳): د خوست امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یې د نشه‌يي توکو يو مشهور قاچاقبر له ۴۳ کيلوګرامه چرسو سره نیولی دی.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل، د نشه‌يي توکو دغه قاچاقبر د خوست مرکز اړوند د منګسو په سيمه کې د نشه‌يي توکو پرضد د مبارزې مديريت پوليسو لخوا نيول شوی.

نوموړي وويل، د مياولي په نوم له دغه مشهور قاچاقبر څخه ۴۳ کيلوګرامه چرس او يو ميل کلاشينکوف د پوليسو لاسته ورغلي دي.

د احرار په وينا، ياد کس غوښتل چې دغه اندازه نشه‌يي توکي د یاد ولايت نورو سيمو ته ولېږدوي او پر خلکو يې وپلوري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.