کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳): د کابل ښاروالي وايي چې د ښار د دولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړک او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
د کابل ښاروالۍ نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې یادې درې پروژې د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په اووم، ۱۴، او ۱۸م ګذرونو کې بشپړې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه فرعي سړکونو او کوڅې په ټولیزه توګه ۲،۲ کیلومتره اوږدوالی او له ۴،۵ تر نهه مترو پورې سور لري.
سرچینه زیاتوي، دغه پروژې د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د درېيو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د سرچینې په حواله، د دغو سړکونو او کوڅو په جوړېدو سره د یادو ګذرونو اوسېدونکو ته ټرانسپورټي او ټولنیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
سرچینه کاږي، د ښاریانو د ستونزو د حل په موخه به په راتلونکي کې ورته نورې پروژې هم د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې طرحه او پلې شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP