Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

غزني ښار (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳): د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، په ناوې ولسوالۍ کې یې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکې جوړه کړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.

د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونسیف) په مالي مرسته یې د ناوې ولسوالۍ قربدین سیمه کې د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه چې اووه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت ورباندې راغلی، جوړه کړې او نن یې ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.

هغه وویل، یاده شبکه کې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي یوه څاه، د ۶۰ زره متره مکعبه اوبو په ظرفیت یو ذخیره، د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي غځول شوی پایپ، د لمریزې برېښنا سیسټم او د ۱۴۰ شیردهنونه نښلول شامل دي چې شاوخوا ۳۵۰ کورنیو ته به پاکې اوبه رسوي او نږدې زر کسان به ورڅخه ګټه پورته کوي.

هغه له ځايي اوسېدونکو وغوښتل چې د دې شبکې په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي.

ورته مهال، د یادې سیمې اوسېدونکي د دې شبکې په جوړېدو خوښ دي او غوښتنه کوي چې د دوی په سیمه کې دې ورته نورې ټولګټې پروژې هم پلې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.