Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې یوې نجلۍ د خیاطي کارګاه په جوړولو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

بامیان (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳): د بامیان ولایت اوسېدونکې امنې اکبري چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو له امله له تحصیله پاتې شوې، د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو په دغه ولایت کې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې د بامیان پوهنتون د ټولنیزو علومو څانګه کې له دوه کاله تحصیل وروسته د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړل شوې، نو اړه شوه اقتصادي فعالیتونو ته مخه او د خیاطۍ او ګل‌دوزۍ کارګاه جوړه کړي.

هغې زیاته کړه: «دغه کارګاه یې د مالي استقلال ترلاسه کولو، د رواني مشکلاتو د له منځه وړو، د کورنۍ اقتصادي ملاتړ او مېرمنو ته د حرفوي زده‌کړو ورکولو په موخه جوړه کړې؛ اوسمهال شاوخوا ۴۵ نجونې د خیاطۍ، ګل‌دوزۍ او لاسي صنایعو تولید برخو کې په کار بوختې دي او له دې لارې عاید ترلاسه کوي.

د بامیان یادې اوسېدونکې څرګنده کړه چې ټولې شاګردانې یې د تولید او کار په اندازه پیسې ترلاسه کوي او د ستونزو د حل لپاره یې د سپما یو صندوق هم رامنځته کړی چې هر نفر په میاشت کې پنځوس افغانۍ دغه صندوق کې سپما کوي څو د اړتیا پر مهال وکولای شي د پور په توګه ترې ګټه واخلي.

هغې ټولنیزو او فرهنګي ننګونو ته په اشاره وویل، یاده کارګاه یې شاوخوا دوه کاله مخکې د لس زره افغانیو په پانګونه جوړه کړه او اوسمهال یې پانګه ۲۵۰ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغې ټینګار وکړ چې یادې کارګاه د هغې مقام او احترام د کورنۍ ترمنځ لوړ کړی او اوس کولای شي چې د کورنۍ په فعالیتونو او پرېکړو کې ونډه ولري.

ورته مهال، د یادې کارګاه شاګردان او کارکوونکي خوښ دي چې د یادې حرفې په زده‌کولو سره راتلونکي کې کولای شي چې عاید ولري.

د یادې کارګاه یوې کارکوونکې ذکیې احمدي چې شاوخوا یو کال یې د ګل‌دوزۍ برخه کې کار کړی وویل: «زه اوسمهال کولای شم چې هزاره‌ګي، د ناوې جهیزیه او لاسي او محلي ګنډونه جوړ کړم او له دې لارې له کورنۍ سره په مالي برخه کې هم مرسته وکړم.»

هغې له اړوند ارګانونو او بهرنیو موسسو وغوښتل چې له دا ډول کوچنیو متشبثینو ملاتړ وکړي او د لا ډېرو مېرمنو لپاره د اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځايي مسوولین د صنعتکارانو او داخلي تولیداتو د ملاتړ خبر ورکوي.

د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نورزي امین‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ریاست د داخلي او خارجي موسسو په مرسته د صنعتکارانو او کوچنیو متشبثینو ملاتړ کړی دی.

هغه زیاته کړه، روان کال کې یاد ولایت کې د محلي تولیداتو څو نندارتونو ترسره شول او د بامیان په بازار کې دلاسي صنایعو د تولید او پلور مرکز هم رامنځته شو ترڅو د لا ډېرو مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.