Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: نړۍوال باید د اقلیم له بدلون سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د چاپېریال ساتنې موضوع نه باید سیاسي شي او په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې برخه کې د نړۍوالو د همکاریو پر اړتیا ټینګار کوي.

د افغانستان لپاره اقلیمي بدلون ۲۹مې نړۍوالې ناستې(COP29) د پایلې د څېړنې په موخه نن د «اقلیمي تغییراتو ملي کنفرانس» د داخلي چارواکو او بهرنیو ډيپلوماټانو په حضور کې کابل کې ترسره شو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص د دې ناستې په پیل کې وویل، د اقلیم بدلون موضوع د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی، که څه هم افغانستان د شین‌کوریز ګاز تولید کې لږ رول لري خو له دې پلوه ډېر زیانمن شوی دی.

هغه دې ته په اشارې چې چاپېریال ساتنې او اقلیمي تغییراتو موضوع نه باید سیاسي شي، په افغانستان کې له اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې په چاره کې د نړۍوالو د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د کاپ۲۹ ناسته مثبته ووبله او ویې ویل: «دې ناسته کې مو د خلکو غږ اوچت کړ او ومو ویل چې چاپېریالي مسایل دې له سیاسته جلا شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي په دې ناسته کې وویل چې تېرو ۵۰ کلونو کې په افغانستان کې د روسیې او امریکا په حضور کې دغه هېواد کې بېلابېل ډوله بمونه او کیمیاوي وسلې استعمال شوي چې تر اوسه د هغو اثرات پاتې دي.

هغه وویل: «دا بمونه او وسلې د هغو خلکو له خوا استعمال شوي چې د بشري حقونو ادعا یې لرله.»

ستانکزي وویل چې د چاپېریال ساتنې مسایل دې له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي، له نړۍ په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو چې د افغانستان چاپېریال ته یې زیان رسولی، غوښتنه وکړه څو خپله اخلاقي دنده ترسره کړي او د اقلیمي بدلون د پروژو په پلي کولو له افغانستان سره همکاري ولري.

هغه کاپ۲۹ ناستې ته له افغانستانه بلنه یو مثبت اقدام وباله او هیله یې وښوده څو په راتلونکي هم په نړۍوالو ناستو کې افغانستان ته بلنه ورکړل شي.

ورته مهال، د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري په دې ناسته کې غوښتنه وکړه څو پر افغانستان لګول شوي بندیزونه او تحریمونه لرې کړای شي.

هغه افغانستان کې له اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې برخه کې همکاري د هېوادونو مسوولیت وباله او ویې ویل چې چاپېریالي او اقتصادي مسایل باید له سیاسته جلا شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په یاده ناسته کې وویل، افغانستان د اقلیم بدلون له اړخه د نړې له لسو تر ټولو ډېر زیانمنونکو هېوادونو له ډلې دی چې هغه کې ډېری ښځې او ماشومان زیانمنیږي.

هغې په کاپ۲۹ ناسته کې د افغانستان ګډون مثبت وباله او ویې ویل چې هڅه کوي څو په راتلونکي کې د اقلیمي تغییراتو په نړۍوالو ناستو کې د اسلامي امارت د ګدون زمینه برابره کړي.

اوتونبایوا زیاته کړه چې په افغانستان کې د اقلیمي تغییراتو موضوع د ملګرو ملتونو په لومړیتوبونو کې ده او د سازمانونو او هېوادونو له استازو یې غوښتنه وکړه څو د افغانستان د چاپېریال ساتنې له ادارې سره همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۹مه ناسته د روان کال د لړم میاشتې په ۲۱مه د اذربایجان هېواد پلازمېنې باکو ښار کې پیل شوه او له دوو اونیو وروسته پای ته ورسېده.

په دې ناسته کې هېوادونو هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به خپل مالي وړاندیزونه په کال کې ۳۰۰ میلیارد ډالرو ته رسوي څو د پرمختیا په حال کې هېوادونو سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبازرې برخه کې مرسته وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.