Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ميدان‌وردګو کې ۵۷ نوې تاریخي ابدې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په روان ۱۴۰۳ کال کې یې په دغه ولایت کې ۵۷ نوې لرغونې او تاریخي ابدې ثبت کړې دي.

د میدان‌وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبيب‌الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه تاريخي ابدې د یاد ریاست په هڅو په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې ثبت شوې دي.

هغه وویل: «دغه لرغونې ابدې او سياحتي سيمې چې زموږ د هېواد او خلکو د تاريخ او فرهنګ ښودنه کوي په دغه ولايت کې د ياد ریاست له خوا ورته ځانګړې پاملرنه شوې ده.»

د ده په وینا، په يادو ثبت شوو تاريخي ابدو کې زيارتونه، لويې کلاوې، جوماتونه  او د کاشانيانو د وخت استوپې شاملې دي چې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري.

مجاهد وايي: «له دغو تاريخي ابدو څخه د کلاسپېد، زرغون بابا، غازي محمدجان‌خان او خدای‌نظر خان کلاوو يادونه کوو چې سلګونه کاله پخوا جوړې شوې او په بېلابېلو وختونو کې د جهاد او مبارزې مهم سنګرونه بلل کېدل.»

د ده معلوماتو له مخې، دغه تاريخي ابدې د ميدان‌وردګو په نرخ، جلرېز، سیداباد ، دايميرداد، چک او جغتو ولسواليو کې موقعيت لري.

دغه‌راز، د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو برخې مسوولین وايي چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې یوازې ۱۸ لرغونې ابدې له دغه ریاست سره ثبت وې

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.