لښکرګاه (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څهکم ۲۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت درې چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شول.
د هلمند ولایت د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د نوزاد ولسوالۍ په خواجهجمال، بادخانې او تورخان سیمو کې د ډنمارک کمېټې په مالي لګښت درې چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
هغه وویل، یاد چکډیمونه د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوي چې ۲۱۷ زره امریکايي ډالر لګښت ورباندې شوی دی.
د هغه په خبره، د دغو چکډیمونو په جوړېده سره به هلته د بارانونو لسګونه زره مترمکعبه اوبه ذخیره کېږي چې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه به ورسره لوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP