کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اسلامي امارت یو پلاوی د دغه وزارت د ترانزیټ د رییس محمدالله بختیار په مشرۍ ایران ته ولاړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې پلاوي نن سهار ایران ته سفر وکړ.
سرچینې لیکلي، دغه سفر داسې مهال کېږي چې له دې مخکې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۳مه د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د دغه وزارت یوه لوړپوړي پلاوي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي یې هم ملتیا کوله، د ایران په رسمي بلنه تهران ته تللی و.
هغه مهال ملا برادر له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورټ، زیربناوو، رېلپټلۍ، سیمهییز اتصال، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ زیاتوالي، په چابهار بندر کې د افغانستان د ونډې پراخوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په اړه خبرې اترې کړې وې.
سرچینې لیکلي چې یاد سفر د هوکړه شوو موضوعاتو د تخنیکي مسایلو د تعقیب او چابهار بندر کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دایمي استازولۍ پرانیستلو په موخه و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP