Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیواېچ‌او د نړۍ بحراني سیمو کې د مرستو لپاره د یونیم میلیارد ډالرو غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۳): د روغتیا نړۍوال سازمان له غزې تر افغانستانه د ۴۲ بحراني سیمو څه باندې ۳۰۰ میلیون اوسېدونکو ته د مرستو رسولو لپاره د ۱.۵ میلیارد امریکايي ډالرو غوښتنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د نړۍ د روغتیا بېړني وضعیت ته د رسېدو لپاره د کال یونیم میلیارد ډالرو غوښتنه پیل کړې چې د غزې او افغانستان په ګډون په ۴۲ کړکېچنو سیمو کې څه باندې ۳۰۰ میلیون خلک یې تر پوښښ لاندې راځي.

د راپور پر بنسټ، دغه غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا نړۍوال سازمان د امریکا متحده ایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د دغه هېواد وضعیت ته په کتو د یاد هېواد د تر ټولو ستر تمویلوونکي په توګه له ناڅرګند مالي وضعیت سره مخ دی.

يه همدې حال کې، د دغه سازمان رییس ټډروس اډهانوم ګبریسوس ویلي: «له کافي او دوامدار مالي تمویل پرته به موږ د پرېکړې کولو له ناممکن وضعیت سره مخ شو؛ دا چې څوک به روغتیایي خدمات ترلاسه کړي او څوک به ترې بې‌برخې پاتې شي.»

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو لپاره ټول‌ټال ۶.۸ ملیارد ډالر بودجه ټاکل شوې ده چې له تاریخي پلوه، امریکا د دې ادارې د ټولې بودجې شاوخوا ۲۰ سلنه او د روغتیا بیړني بودجې تر ۳۴ سلنې پورې مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.