کابل (پژواک، ۳۰ مرغومې ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د یوه ایراني پلاوي سره په لېدنه کې، اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکیو د لېږد په اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران د ریل پټلۍ څخه دګټې اخیستنې ادارې مرستیال انجنیر مرتضی جعفري په مشرۍ د هغه هېواد له پلاوي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لېدنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادو تر مینځ د صادراتو او وارداتو په تړاو او همدارنګه اروپایيهېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکیو د لېږد په اړه خبرې وشوې.
سرچېنې لیکلي، ایراني پلاوي ژمنه وکړه چې افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او د دامکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.
یاد وزارت زیاتوي چې عزیزي د دواړو هېوادو د دولتونو له خوا سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او د ریل پټلۍ له لارې د لېږد را لېږد پهزیاتوالي پر ټینګار سره یو پنځه کسیز پلاوی د همغږۍ لپاره ایراني پلاوي ته ور پېژانده.