هرات (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳): د هرات سیمهییز مسوولینو د دغه ولایت له ښار او ولسوالیو څخه د ۱۹۶ سوالګرو د را ټولولو خبر ورکړی وایي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.
د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي حیاتالله روحاني له رسنیو سره خبرو کې د دغه مطلب څرګندولو ترڅنګ وویل چې په دې پروسه کې د بېسرپرسته ماشومانو په ګډون ۱۹۶ سوالګر له هغوی سره د لازمو مرستو کولو په موخه راټول شوي او وضعیت یې ارزول کېږي.
هغه زیاته کړه، بېسرپرسته ماشومان به د اړتیا په صورت کې روزنتونونو ته معرفي شي او هغه ماشومان چې مالي ملاتړ ته اړتیا نلري د کار او ټولنیزو چارو ریاست د فن او حرفی برخې ته به وروپېژندل شي څو کاري مهارتونه زده کړي.
هغه وویل چې مستحقو او اړمنو سوالګرو ته د اقتصاد، عدلیې او سرې میاشتې ریاستونو لخوا لازمې مرستې ورکول کېږي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر په هرات کې د راټولو شوو سوالګرو شمېر ۱۰۷۱ وښود او ویې ویل چې تر اوسه څو ځله له اړمنو کسانو سره مرسته شوې ده.
د یادونې ده چې د هرات له ښاره د سوالګرو د راټولولو پروسه تېر کال پیل شوې او تراوسه دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP