کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ایران د اسلامي شورا د صنایعو او کانونو کمېسیون غړي امیر توکلي رودي د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې ځانګړې معدني اقتصادې ساحې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
هغه له تسنیم خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او له ګډو سرحدي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ترسره کېږي چې کولی شي په سیمه کې د پایدارې پراختیا او کاري فرصتونو رامنځته کېدو کې مهم رول ولري.
هغه زیاته کړې: «د ایران او افغانستان ترمنځ په صفري نقطه کې د ګډې ځانګړې معدني اقتصادي ساحې جوړولو ارتباطي چارو چټکوالي لپاره لازم اقدامات د ترسره کېدو په حال کې دي.»
د ایران د اسلامي شورا د صنایعو او کانونو کمېسیون دغه غړي زیاته کړې، تصمیم نیول شوی چې سرحدي ولایت خواف ته د ګمرکونو تخصیص چټک شي او نړۍوال ترانزیټ او انتقالاتو اړوند لړۍ کې هم اسانتیا راشي.
توکلي رودي ویلي: «د ایران د اسلامي جمهوریت د رېلپټلي شرکت ژمنه کړې چې په خواف کې د انتقالاتو لوژستیکي مرکز جوړولو کار پیل کړي څو دغه ولایت په سیمه کې د ریلي ترانزیټ او انتقالاتو برخه پر یوه مهمه سیمه بدل شي.»
د یادونې ده چې افغانستان د څه باندې درې ټریلیون ډالرو په ارزښت کانونه لري، د چین ترڅنګ ایران هم په افغانستان کې د کانونو استخراج برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP