کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کابل الف، فاریاب، مسعینک او د زونونو مشترکې بند امیر لوبډلې د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنیو سیالیو ته لار پیدا کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي لوبې چې د جنورۍ په ۱۱مه پیل شوې وې، په لومړي پړاو کې یې له څلورو ګروپونو څخه د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته څلورو لوبډلو لاره ومونده.
سرچینې ویلي، د یادو سیالیو له A ګروپ څخه چې لوبې یې په ننګرهار کې ترسره شوې، د فاریاب لوبډلې، له B ګروپ څخه چې لوبې یې په کونړ کې ترسره شوې د زونونو مشترکې بند امیر لوبډلې، له C ګروپ څخه چې لوبې یې په کندهار کې ترسره شوې د کابل الف لوبډلې او له D ګروپ څخه چې لوبې یې په خوست کې ترسره شوې د مسعینک زون لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار پیدا کړه.
سرچینې ويلي، په دغو سیالیو کې د کابل الف، فاریاب او د مسعینک زون لوبډلو په څلورو، څلورو بریاوو سره او د زونونو مشترکې بند امیر لوبډلې په درېیو بریاوو او له ښه رنریټ سره وکولی شول لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته ووځي.
ورته مهال، د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د وزیر محمداکبرخان دویمه درجه سیالۍ لا روانې دي او پای ته نه دي رسېدلي.
هغه زیاته کړه، د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالیو کې لوبډلې په اتو ګروپونو وېشل شوې وې چې له پاتې څلورو ګروپونو څخه به هم څلور غوره لوبډلې لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار پیدا کوي.
هغه زیاته کړه، له یادو اتو لوبډلو سره به د تېر کال دوه مخکښې لوبډلې او دوه به بیا د فرسټ کلاس سیالیو د غوره لوبغاړو څخه جوړه شوې لوبډلې، یو ځای او د ۱۲ لوبډلو ترمنځ به د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ ترسره شي.
نوموړي وویل، د زونونو مشترکه بندامیر هغه لوبډله ده چې د هېواد له ټولو زونونو څخه پهکې غوره لوبغاړي لوبېږي.
د نوموړي په خبره، د وزیر محمداکبرخان د دویمه درجه ولایتي سیالیو د څلورو ګروپونو لوبې نن پیل شوې چې د روانې جنورۍ میاشتې تر ۳۱مې پورې به دوام ولري.
د یادونې ده، د یادو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP