Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوچا: سږ کال به افغانستان کې د پېښو مدیریت او بشرې مرستو رسولو ته ډېره پاملرنه وشي

کابل (پژواک، ۳ سلواغې ۱۴۰۳): په افغانستان کې د اوچا مشرې ‎له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له سرپرست سره په ليدنه کې ویلي، د تېرو کلونو په پرتله به راتلونکي کال افغانستان کې د پېښو د مدیریت او بشرې مرستو رسولو ته ډېره پاملرنه وشي.

 له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ کوونکې ادارې (اوچا) له مشرې ‎سنجانا قاضي او مل پلاوي سره وکتل.

ترابي په دغه ليدنه کې ویلي، دوی له ټولو مرستندویه ادارو سره له هرې ممکنه لارې همکاري کوي.

د اوچا د دفتر رئیسي سنجانا قاضي هم ویلي چې  د تېرو کلونو په پرتله به په راتلونکي کال کې د پېښو د مدیریت او بشرې مرستو په برخه کې ډېره پاملرنه وشي.

هغې ویلي: «تیر کال موږ په افغانستان کي ۳ میلیارده ډالره په بشري مرستو او د اساسي اړتیاوو په برخه کي مصرف کړي دي او سږکال مو د  ۲.۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده چي تر اوسه مو ۸۳ میلونه ډالر ترلاسه کړي دي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.