کابل (پژواک، ۳ سلواغې ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي چې په پروان او کندهار ولایتونو کې دوو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ولايت د لوړ میوند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و، د محکمې په انګړ کې تعزيري سزا ورکړل شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، ابتدائيه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
سترې محکمې دغهراز ویلي، د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و، تعزیري سزا ورکړل شوه او ابتدائيه محکمې یاد متهم پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP