کابل (پژواک، ۴ سلواغې ۱۴۰۳): د چین بهرنیو چارو وزارت په تخار ولایت کې د یوه چینایي وګړي د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د دغې پېښې په اړه څېړنه وکړي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو سرپرست محمد اکبر حقاني تېره ورځ ویلي و چې وړمه شپه، د لي په نوم یو چیني وګړی پرته له دې چې د دفتر مسوولین او امنیتي چارواکي په جریان کې کړي، له خپل ژباړن سره د نامعلوم ځای په مقصد روان شوی و.
هغه ویلي و چې دغه چیني وګړی د دشت قلعه پر لار د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوی خو ژباړن ته یې کوم زیان نه دی رسېدلی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نېنګ په یوه خبري غونډه کې په تخار کې د یوه چینايي وګړي پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د دغه ډول کړنو غندنه یې کړې ده.
هغې له اسلامي امارت غوښتي چې د “لي” په نوم د دغه چینايي د وژل کېدو د پېښې څېړنه وکړي.
هغې دغه راز غوښتنه کړې چې د یادې پېښې عاملین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP