کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د راپورونه له مخې، د جرمني په اشافنبورګ ښار کې یو افغان د دوو کسانو د قتل په تور نیول شوی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون (چهارشنبه) سهار شوې له امله یې یو دوه کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن سړی وژل شوي او لږ تر لږه څلور نور کسان ټپيان شوي دي.
یوه الماني چارواکي ویلي چې تورن کس ۲۸ کلن دی او د تاوتریخجن چلند مخینه لري چې تر رواني درملنه لاندې و.
هغه زیاته کړې چې یاد کس د پناهغوښتنې بهیر درېدلی و او ویلي یې وو چې په خپله خوښه به د تېر کال په ډسمبر کې المان پریږدي، خو له دغه هېواده نه دی وتلی او تر درملنې لاندې پاتې شوی دی.
پولیسو د تورن کس له نیولو وروسته اعلان کړی چې د نورو تورنو کسانو هېڅ نښه نشته او د خلکو لپاره کومه ستونزه نه تر سترګو کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP