کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د امریکا نوي ولسمشر ته ویلي، هېواد یې هوډ لري چې راتلونکو څلورو کلونو کې امریکا کې ۶۰۰ میلیارد امریکايي ډالر پانګونه کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، محمد بن سلمان د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د هغه له دولته تمه کېدونکي اصلاحات کولای شي د پام وړ اقتصادي وده رامنځته کړي او هوډ لري چې راتلونکو څلورو کلونو کې به په متحده ایالتونو کې ۶۰۰ میلیارد امریکايي ډالر پانګونه کوي.
سلمان په دغو خبرو کې ټینګار کړی چې د مناسبو او اضافي شرایطو د برابرېدو په صورت کې کېدای شي د پانګونې دغه کچه لوړه شي.
د یادولو ده چې ټرمپ د ولسمشرۍ په خپله لومړۍ دوره کې د سعودي عربستان په ګډون د فارس خلیج له هېوادونو سره نږدې اړیکې درلودې.
ټرمپ د روانې اونۍ دوشنبې ورځ د امریکا د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته وویل، که ریاض د ۵۰۰ میلیارده ډالرو په اندازه د امریکايي محصولاتو د پېرلو هوکړه وکړي، د خپلې لومړۍ دورې په څېر به خپل لومړی بهرنی سفر سعودي ته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP