مزارشریف (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ اطلاعات او فرهنګ ریاست وایي چې د ترکیې (ټیکا) اداره غواړي چې دغه ولایت کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي د پلار خانقاه بیا ورغوي.
د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدالله ضرار او په شمال زون کې د ترکیې د مرستې او همغږۍ ادارې (ټیکا) مسوول ميکايل تاشديمير سره لیدلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ليدنه کې محمدالله ضرار د ترکیې لخوا په بلخ ولايت کې د مولانا جلالالدين محمد بلخي د پلار خانقاه د رغولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ويل، مولانا د سيمې په کچه لوی عارف، متبحر عالم او شاعر تېر شوی او د اسلامي امارت مسوولينو د دغه خانقاه د جوړولو لپاره له پيل څخه تر اوسه پوره پام کړی دی.
ضرار زياته کړه چې اسلامي امارت د تاريخي ابداتو او اثارو د رغولو په برخه کې ژمن دی او هڅه کوي چې د ټولو رغولو ته پام وکړي.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس د ټیکا دفتر ریيس ته ډاډ ورکړ چې د دغه خانقاه د رغولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
په همدې حال کې د ټيکا دفتر مسوول ميکايل تاشديمير وويل چې مولانا جلالالدين محمد بلخي په سيمه او نړۍ کې مشهور علمي او عرفاني شخصيت دی او د ترکيې هېواد له څو کلونو راپدیخوا هڅه کوله ترڅو د دغه ستر عارف د پلار خانقاه ورغوي خو په پخوانۍ اداره کې د ستونزو له کبله يې کار پيل نه شو.
دی زیاتوي، د اسلامي امارت په حاکميت او د مسوولينو د هر اړخيزو همکاريو په لړ کې په راتلونکو ورځو کې به د دغه خانقاه د رغولو کار پیل شي.
تاشديمير زياته کړه چې په لومړي ګام کې د خانقاه څلور خواوو دېوال جوړېږي، د سرسبزۍ په برخه کې ورته پوره پام کېږي او يوه عمومي دروازه جوړېږي او د ننه تر خانقاه پورې عمومي سړک جوړوي.
ده زیاته کړه چې د یادو چارو له ترسره کېدو وروسته خپله د خانقاه د رغولو چارې په اساسي او معياري توګه پيلېږي.
د يادونې ده، د مولانا جلالالدين محمد بلخي د پلار خانقاه د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د مزارشريف ښار لوېديځ خواته په شل کيلومترۍ کې موقعیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP