Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک: د تېر په څېر د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوو

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي، په پولي بازارونو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر یو طبیعي او معمول اقتصادي حالت دی، دغه بانک کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

د افغانستان بانک نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د بیو ثبات او د اسعارو مبادلې د نرخ ساتنه د افغانستان بانک له اساسي موخو څخه شمېرل کېږي.

سرچینې لیکلي: «خپلو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان بانک، د تېر په څېر د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.»

په خبرتیا کې راغلي: «په پولي بازارونو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر یو طبیعي او معمول اقتصادي حالت دی، نو ګرانو هېوادوالو ته اړتیا نشته چې له دې پلوه اندېښنه وکړي.»

سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د بیو د ثبات، نقدینګۍ او د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

په خبرتیا کې راغلي چې د افغانستان بانک د هېواد پولي او مالي بازارونه په کره ډول څاري او که د هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې موارد ولیدل شي، په دې اړه به د اړوندو ادارو سره په همغږۍ لازم اقدامات ترسره کړي.

دا خبرتیا په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان بانک وايي، نن د کابل په بازارونو کې یو ډالر په نږدې ۷۸.۶ افغانۍ پلورل کېږي او په نږدې ۷۸.۵ پېرل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.