کندهار (پژواک، ۶ سلواغې ۱۴۰۳): د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه ځوان مړی موندل شوی.
یوه امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبرياژانس ته وویل چې د دغه دغه ځوان مړی نن ماسپښین د یادې ولسوالۍ په برات کلاچه سیمه کې موندل شوی او وروسته یې مړی د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ولې او څه ډول وژل شوی دی.
د ارغنداب ولسوالۍ د برات کلاچې یو اوسېدونکی نور محمد هم وایي، د دوی په سیمه کې د یوه ځوان مړې موندل شوی چې تذکره او نور هیڅ ورسره نه و چې بیا میرویس روغتون ته ولېږدول شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP