کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، نن د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو دویمه تبادله ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې ۲۰۰ فلسطیني وګړي د څلورو اسرایلیانو په بدل کې خوشي شي.
د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند او د بندیانو تبادلې تړون شاوخوا لس ورځې مخکې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب لاسلیک شو چې په لومړۍ تبادله کې ۹۰ فلسطینیان د درېیو اسرائیليانو په بدل کې خوشي شول.
رویټرز راپور ورکړی چې حماس او اسرائیل به نن (شنبه، د سلواغې ۶مه) دویمه ډله بندیان تبادله کړي.
راپور کې راغلي، په دې تبادله کې به حماس د اسرائیلي پوځ څلور ښځینه سرتېرې او اسرائیل به ۲۰۰ فلسطینیان خوشي کړي.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې وه چې دواړه لورو ته یې درنه مرګژوبله واړوله او شاوخوا لس ورځې مخکې د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP