Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات په ګلران ولسوالۍ کې د څو پرمختیايي پروژو کار پیل شو

هرات (پژواک، ٦ سلواغه ١٤٠٣): هرات کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یو شمېر پرمختیايي پروژو کار پيل شو.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه ولایت والي مولانا نوراحمد اسلام‌جار د ټولګټو، د کلیو پراختیا او بیارغونې، له پېښو سره د مبارزې او اقتصاد له رییسانو سره ګلران ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د څه باندې ۲۶ میلیون افغانیو په ارزښت د څو پرمختیايي پروژو پرانیستې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یاد سفر کې د هرات والي لومړی د ګلران ولسوالۍ په جمال‌زیو، محمدزیو، حیدرخان کارېز او نواباد سیمو کې د ۱۵ میلیون او ۸۳۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو د چارو پرانيسته وکړه.

سرچینه وايي چې د ګلران ولسوالۍ د قرباغ بازار د سړک پخولو کار هم پیل شو چې د لومړنیو پایلو له مخې، پر دې پروژې ۱۱ میلیون او ۹۰ زره افغانۍ لګښت راځي.

ورته مهال، د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي لرو پرتو سیمو ته د حکومت له پاملرنې ستاینه کوي او وايي چې د یادو پروژو د کار په بشپړېدو سره به یې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي او سړک ستونزې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ځايي ادارې د یادو پروژو له پرانیستو سره سم د شیندند، ګلران او کشک کهنه ولسوالیو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دغو ولسوالیو د مواصلاتي سړکونو د قیر کولو چارې هم پیل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.