Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټران: له پاکټي یا د کڅوړو له چای څخه استفاده ښايي ځینو موارد کې روغتیا ته زیان ورسوي

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): په هغه راپور کې چې د عامې روغتیا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په واک کې ورکړل شوی راغلي چې د پاکټي چای ځینو کڅوړو کې له نیلون او پروپیلن پلاستیکي موادو استفاده شوې چې د استفاده‌کوونکو روغتیا او چاپېریال ته د زیان لامل کېږي.

په همدې حال کې، د ټولنیزو پاڼو ځیني کاروونکي هم ادعا کوي چې د چایو د کوچنیو کڅوړو په جوړولو کې له پلاستیکه استفاده شوې او له دغه چای څخه د استفادې پر مهال د کڅوړو پلاستیکي مواد له جوش کړو اوبو سره ګډیږي چې د انسان روغتیا ته خطرناک دي؛ ډاکټران هم دغه موضوع تاییدوي او سپارښتنه کوي چې د کوچنیو کڅوړو له چای څخه باید د یو ځل لپاره استفاده وشي او ژر دې له لوښي لرې شي.

راپور: د چای لپاره د کڅوړو په جوړولو کې له نیلون او پرپیلن پلاستیکي موادو استفاده شوې چې د انسان روغتیا ته زیان رسوي

د فغانستان د عامې روغتیا وزارت د غذايي خوندیتوب برخې رییس ډاکټر نعیم‌الله ایوبي د کڅوړو د چای په اړه چمتو شوی راپور پژواک خبري اژانس ته استولی دی.

په دغه راپور کې راغلي: «په نړۍوالو بازارونو کې د چای د کڅوړو جوړولو لپاره له مختلفو مواد استفاده کېږي چې ځیني یې پر چاپېریال او د انسان پر روغتیا بېلابېلې اغېزې لري. په دغه راپور کې مو د مروجو موادو څېړلو او ځانکړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.»

په راپور کې ویل شوي، څېړنې ښيي چې د چای په ځینو پاکټونو کې داسې مواد کارول شوي چې معمولاً له لرګي یا د اباکا (کېلې لرګي) په نوم له نباتي فیبره جوړیږي؛ په ځینو مواردو کې پلې پروپیلن هم ورسره ګډیږي څو د چای پاکټ مقاوم راشي. دغه کاغذ په اسانۍ په چاپېریال کې تجزیه کېږي، په دې شرط چې له پلاستیکه په کې استفاده نه وي شوې.

په راپور کې راغلي، د چای ځیني پاکټونه له ورېښمو جوړ شوي چې ډېری مهال د لوړې بیې چای په کې اچول کېږي. دغه طبیعي ماده ده، خو په ځینو مواردو کې د سختوالي له امله په چاپېریال کې ژر نه تجزیه کېږي.

سرچینې لیکلي چې په ځینو مواردو کې د چای پاکټونو جوړولو کې له پلاستیک (نیلون) څخه استفاده کېږي چې ډېر دوام کوي، خو کېدای شي په ګرمو اوبو کې میکروپلاستیک تولید کړي او د چاپېریال لپاره خطرناک وي.

د راپور د معلوماتو له مخې، د نیلون او پروپیلن په ډول پلاستیکي مواد ښايي په اوبو کې د میکروپلاستیک ذرات تولید کړي چې کېدای شي د انسان روغتیا ته زیان واړوي.

د احمدرامش مخلص په نوم یوه کس پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د چای کوچنۍ کڅوړې هم سرطان پیدا کوي!»

هغه زیاته کړې چې د تور چای کڅوړې د «اپي کلروهیډرین» ماده لري او له دې مادې د کاغذ او پلاستیک جوړولو په صنعت کار اخیستل کېږي او خلک باید د کڅوړو چای ونه څښي.

دغه راز، د «انلاین خبر» سایټ د «که د کڅوړو چای وڅښئ، دغه خبرداری جدي ونیسې» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

د سرچینې له قوله، په امریکايي پوهنتونونو کې د ترسره شوو څېړنو له مخې، دا مسئله ثابته شوې چې د چای په کڅوړو کې ډېر کارېدونکي مواد د روغتیا لپاره زیان لري؛ ځکه دا کڅوړې د میکروپلاستیک په نوم مواد لري، په داسې حال کې چې پخوا به دا کڅوړې له کاغذه جوړېدې.

سرچینې دغه‌راز لیکلي: «کومې پایلې چې په Environmental Science & Technology ورځپاڼه کې خپرې شوې، خطرناکې وې. د چایو یوه کڅوړه یې په ګرمو اوبو کې ډوبه کړه او ښکاره شوه چې په پیاله کې میلیونونه د میکروپلاستیک او نانوپلاستیک ذرات خوشي شول.»

د یاد مطلب په پای کې زیاته شوې چې پوهان پر دې باور دي چې په اوږدمهال کې به دا چای زانمنونکې اغېزې ولري.

متخصصین

د کیور روغتون د پتالوژۍ برخې مسوول ډاکټر محمدعمر ملکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه په افغانستان کې په دې اړه کومه څېړنه نه ده شوې خو په نړۍ کې علمي څېړنو ښودلې چې په یادو کڅوړو کې د پلاستیک یا میکروپلاستیک ذرات شامل دي چې د سرطان لامل کېږي خو چای ستونزه نه لري.

هغه زیاته کړه: «باید په دې اړه څېړنې وشي؛ ځکه چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په بازارونو کې د دې شاهدان یو چې بېلابېل ډول چای واردېږي او پلورل کېږي.»

ورته مهال، په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سیدفریدشاه رفیعي وویل، د کوچنیو کڅوړو چای ځینو مواردو کې د انسان روغتیا ته زیان رسوي.

هغه زیاته کړه: «پاکټي چای کې چې په نیلوني یا کاغذي کڅوړو کې عرضه کېږي، شاید بیسفنول یا نور مضره کیمیاوي ترکیبونه وي، یاد مواد ګرمو اوبو کې د ګډېدو په صورت کې خوشي کېږي او د انسان بدن ته داخلېږي چې د هورموني اختلالاتو، د میندوارۍ د ستونزو، د دویم ډول شکر ناروغۍ ډېروالي، سرطان او چاغۍ لامل شوي.»

نوموړي له معیاري چای څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ او ویې ویل: «سره له دې چې ډېری وخت له عادي چای څخه ګټه اخیستل کېږي خو له ځینو بوټو لکه بابونه، نعنا، زعفران او نورو څخه ګټه اخیستل غوره دي.»

ورته مهال، کابل ښار کې د عمومي داخله مختصص مجتبی معروف‌خېل هم تاییدوي چې د چای د کڅوړو په جوړولو کې له پلاستیکي موادو کار اخیستل شوی، له جوش کړو اوبو سره د تماس په صورت کې د میکروپلاستیک ذرات تولیدوي.

هغه زیاته کړه: «په پاکټي چای کې شته میکروپلاستیکونه ممکن هضمې سیستم ته وارد شي او هضمې ستونزې رامنځته کړي، سره له دې په هغې کې شته مضره کیمیاوي مواد د بدن له هورمونونو سره تداخل کوي او په خطرناکو سرطاني ناروغیو او هورموني ستونزو باندې د اخته کېدو خطر ډېروي.

نوموړی هم سپارښتنه کوي، دا غوره ده چې له پاکټي چای څخه ګټه وانه خیستل شي.

دغه‌راز، په کابل ښار کې د داخله ناروغیو متخصص مجتبی صوفي پر خپله اېکس‌پاڼه په یو ویډیویي پیغام کې وايي: «پاکټي چای ډېر ښه دی، پاک او صفا خو یوه ستونزه لري چې په ترکیب کې یې پلاستیک دی، له همدې امله دا کاغذ په چای کې نه حل کېږي؛ ځکه چې د پلاستیک په شمول یو شمېر نور ساتونکي مواد په کې کارول شوي دي.»

ډاکتر صوفي سپارښتنه کوي چې کله مو دا چای په ګیلاس کې استفاده کاوه، رنګ یې واخیست، وروسته له دوه یا درېیو دقیقو یې بېرته ژر ایسته کړئ او بیاځلي یې مه کاروئ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.