کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی.
په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد.
دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل هم ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او لومړی به د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره وګوري.
نوموړي لیکلي، په دې اړه نورو جزئیاتو ته په تمه شئ.
دغه راز، له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي وو چې دوی کابل ته ځي.
نوموړي زیاته کړې وه: «کابل ته ځو، کابل ته د عراقچي نننی سفر د ګاونډیتوب د پالیسۍ او د بهرنیو چارو وزارت د ذاتي ماموریت په چوکاټ کې د ګډو ګټو او اندېښنو په اړه د تعامل او فکر کولو له لارې د خپل هېواد د ملي ګټو د تعقیب په موخه دی.»
هغه زیاته کړې، دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېرو تړاوونو د ګټې اخیستنې په موخه د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو د تامین برخه کې یو مهم بدلون کېدای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP