Language

بغلان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېدل؛ د پلخمري ښار یوې ساحې اوبو کې د پولیو ویروس تثبیت شوی 

پلخمري (پژواک، ٧ سلواغه ١٤٠٣): د بغلان د مرکز پلخمري په ګډون په څلورو ولسوالیو کې په داسې حال کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو چې د دغه ولایت روغتیايي مسوولین وایي، د پلخمري ښار د یوې سیمې ککړو اوبو کې یې د پولیو ویروس تثبیت کړی دی.

د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي نن په دغه ولایت کې د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ ضد واکسین کمپاین د پیل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، د پلخمري ښار له یوې سیمي د ناپاکو اوبو اخیستل شوې نمونه کې د ګوزڼ ویروس تثبیت شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د پلخمري ښار د یوې سیمې له فاضل‌ابه اخیستل شوي سمپل کې د ګوزڼ ویروس موندل شوی دی، شاید دغلته به څوک دغه ویروس ولري، خو د له منځه وړړو  کمپاین یې پیل شوی.»

نوموړي دغه راز وویل: «نن د پلخمري ښار په ګډون په خنجان، نهرین، دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو، د ټاکلو درېیو ورځو په جریان کې به ۲۲۵ زره له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین شي.»

ورته مهال، د شمال‌ختیځ زون ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین مسوول ډاکټر نجیب‌الله ظفرزي وویل، د پلخمري ښار په منځ کې د یوې ویالې له اوبو د اخیستل شوې نمونې له مخې د کوزڼ ثبت شوی ویروس، د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې موندل شوي ویروس ته ورته‌ دی.

د هغه په خبره، د تېر کال په نومبر میاشت کې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ هډې اخندزاده سیمه کې هم د ګوزن ویروس ثبت شوی و چې په پلخمري کې تازه ثبت شوي ویروس هغه ته ورته دی او زیاتوي چې اوس باید د دغه ویروس پر وړاندې د ماشومانو معافیت لوړ شي.

د یادونې ده، پلخمري کې له دې شپږ کاله مخکې یوازې یو ماشوم د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوی و.