Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپيان کړي

ګردېز (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځي‌اریوب ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ ماسپښين مهال د ځاځي‌اریوب‌ ولسوالۍ په ګل‌غونډۍ سیمه کې د راکټ یوې زړې مرمۍ پر ماشومانو چاودنه کړې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د یوې نجلۍ په ګډون پنځه نور ماشومان ټپيان شوي دي.

د پېښې ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته انتقال شوي چې د درېیو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

ځدراڼ لیکلي، د یادو ماشومانو عمرونه د لسو کلونو په شاوخوا کې دي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د پکتیا په زرمت او ډنډپټان ولسوالیو کې د ورته چاودنو له امله مرګ‌ژوبلې اوښتې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.