Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوکتور محمدنعیم د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده پیل کړه

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې قطر کې د افغانستان سفارت مخکیني سرپرست دوکتور محمدنعیم د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده پیل کړه.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «نن د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له لوري دوکتور محمدنعیم د یوې غونډې په ترڅ کې د وزارت رییسانو، معاونینو او کارمندانو ته د وزارت د اداري مرستیال په توګه معرفي شو.»

خبرپاڼه کاږي، دوکتور محمدنعیم چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې، د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په حیث ټاکل شوی و، نن یې په دغه وزارت کې رسما پر کار پیل وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دوکتور محمدنعیم افغانستان کې له سیاسي بدلون وړاندې د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون او په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د غړي  او له سیاسي بدلون وروسته قطر کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه دندې ترسره کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.